1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د اوربند له پاره هڅې او د قحطي خبرداری

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړيتوب په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند رامنځ ته کېدو له پاره هڅې روانې دي. له بل لوري د خوړو نړېوال سازمان مشرې په غزه کې د «بشپړې قحطي» د خپرېدا خبرداری ورکړي.

https://p.dw.com/p/4fWAF
Hamas Israel Konflikt UNRWA Zerstörte Schule
انځور: Majdi Fathi/NurPhoto/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړيتوب په غزه کې د حماس او اسرائيل ترمنځ د اوربند رامنځ ته کېدو په موخه هلې ځلي روانې دي. دویچه ویله د دغو مذاکراتو په تړاو له منځني ختيځ پوه، دانيل ګرلاخ سره خبرې کړي.

ګرلاخ دغه هڅې د وروستي احتمالي چانس په توګه وښودې چې په خبره ېې کېدای شي پکې «د امریکا متحده ایالاتو، مصر او قطر په ښکیلتیا د یرغمل شوو کسانو پر سر مذاکرات وشي.»

هغه پر اسرائيل د امریکا فشارونو ډېرېدو، په قاهره کې د حماس د استازي موجودیت او د مصر د ملي اطلاعاتو سازمان مشر، عباس کامل ليدو کاتو ته په اشارې وويل چې «هر یو د دغه پروپوزل په هکله ډېر جدي دي.»

ګرلاخ وويل «ډېرې تمې موجودې دي خو ترڅنګ ناهيلي هم په لوړه درجه کې ده.» دغه کارپوه دا هم وویل چې اسرائيل او حماس دواړو اوربند ته د رسېدلو مخکینۍ هڅې «سبوتاژ» کړي. 

 منځني ختيځ پوه، دانيل ګرلاخ
منځني ختيځ پوه، دانيل ګرلاخ انځور: DW

د ګرلاخ په خبره بل لور ته يو شمېر عربي هېوادونه پر دې بحثونه کوی تر څو د «حماس د رهبرۍ یوه برخه بل عربي هېواد ته» تخلیه شي چې په دې کې الجزایر د وړانديز په توګه مطرح کيږي.

هغه زیاته کړه: «په هر حال، زه فکر کوم چې اسرائيل یو سمبوليک انځور ته اړتیا لري تر څو وښيي چې جګړه ېې ګټلې ده.» هغه وايي کېدای شي دغه انځور په غزه کې د حماس د مشر یحیی سینوار وژنه او یا ېې نيونه وي.  

د ګرلاخ په خبره د حماس رهبري د دغې ډلې په سیاسي غړو کې ويشل شوې ده. پر وینا ېې د حماس يوه ډله په قطر کې میشته چې د «قطر له خوا ورته د معاملې د ناکامېدو په صورت کې د اخراج ګواښ شوی دی» او بله ېې پوځي د سینوار په مشرۍ پوځي جناح ده چې د خپلو ژوندي پاتې کېدو وېره لري. ګرلاخ دویچه ويله ته وويل: «دوی پوهیږي که هغوی حتی خارج هم شي، اسرائيل به ېې له منځه یوسي.»

حماس وسلواله ډله د نورو هېوادونو سربېره د آلمان، امریکا متحده ایالاتو، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

په غزه کې د «بشپړې قحطۍ» خبرداری

د خوړو نړېوال پروګرام WFP مشره، سيندي مککین په ټوله غزه کې د بشپړې قحطۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی دی
د خوړو نړېوال پروګرام WFP مشره، سيندي مککین په ټوله غزه کې د بشپړې قحطۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی دیانځور: Abed Rahim Khatib/dpa/picture alliance

په عین حال کې د خوړو نړېوال پروګرام WFP مشره، سيندي مککین په ټوله غزه کې د بشپړې قحطۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

 هغه وايي د غزې په شمال کې خپره شوې قحطي اوس په جنوب کې د خپرېدو په حال کې ده او ټینګار کوي چې باید پرې نښودل شي چې انسانان له لوږې مړه شي.

مېرمن مککین امریکايي تلویزیون ان بي سی سره په یوه مرکه کې وويل: «که تاسو په هر ځای کې دا ډول شخړه ولرئ او احساسات هم شديد نو بیا په جګړه کې د قحطۍ په څېر موارد پېښیږي... په همدې دليل زه کولی شم تاسو ته واضح کړم چې هلته د [غزې] په شمال کې قحطي موجوده ده چې جنوب خوا ته د خپرېدو په حال کې ده.»

هغې هيله مندي وښوده چې د اوربند له پاره مذاکرات زر پيل شي تر څو سيمې ته د اړینو خوراکي موادو او درملو د انتقال فرصت برابر شي. هغې وويل چې د حماس او اسرائيل تر منځ راګير شوي ولسي خلک په کافي اندازه خوراکي مواد نه لري او له رهبرانو ېې وغوښتل چې باید د غزې اوسيدونکي پرې نږدي چې له لوږې مړه شي.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل