1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزادينړیوال

د بې پولې خبريالانو ټولنه: د مطبوعاتو د آزادۍ وضعيت خراب شوی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د بې پولې خبريالانو ټولنې په خپل کلني رپوټ کې تر ۳۰ ډېر هېوادونو د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه په تر ټولو ناوړه ګټګورۍ کې درجه بندي کړي دي. په دې درجه بندۍ کې افغانستان هم ۲۶ مقامه راټيټ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4fSjl
د بې پولې خبريالانو ټولنې په حواله په ننړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ وضعيت خراب شوی
د بې پولې خبريالانو ټولنې په حواله په ننړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ وضعيت خراب شویانځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د «بې سرحده خبريالانو» ټولنې په حواله تېر کال په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ وضعيت په ښکاره خراب شوی دی. د ژورناليستانو دغه ټولنې د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴م کال د مطبوعاتو د آزادۍ خپل رپوټ خپور کړی دی چې په هغه کې ۳۶ هېوادونه د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه په تر ټولو ناوړه ګټګورۍ کې درجه بندي کړي دي چې دا د تیرو لسو کلونو په پرتله ډېر لوړ شمیر دی.

افغانستان ۱۷۸ مقام خپل کړی

افغانستان د بې پولې خبريالانو د ټولنې په رپوټ کې د تېر کال په پرتله ۲۶ مقامه راټيټ شوی او په ۱۷۸ ځای کې قرار لري. د دې سازمان په رپوټ کې ويل شوي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تير کال په افغانستان کې درې خبريالان وژل شوي او د رسنيو لږ تر لږه ۲۶ کارکوونکي د څه مودې له پاره زنداني شوي دي.

سوریې په دې نوملړ کې ۱۷۹ مقام خپل کړی دی چېرې چې لا دمخه ناوړه وضعيت نور هم پسې خراب شوی دی. سوریې تير کال په دې نوملړ کې ۱۷۵ مقام درلود.

د مطبوعاتو د آزادۍد نړيوالې ورځې په مناسبت خپاره شوي رپوټ کې د هېوادونو د مقامونو په نوي نوملړ کې اريتريا ۱۸۰ مقام خپل کړی دی. د بې پولې خبريالانو ټولنې له خوا ويل شوي چې دغه هېواد د «معلوماتو يوه بيديا» ده او ټولې موجودې رسنۍ د اطلاعاتو د وزارت د ديکتاتورۍ په کنترول کې دي. د ولسمشر ايساياس آفورکي، ديکتارۍ د آزادو خبرونو بهير په کلکو اقداماتو سره نيولی دی. 

د بې پولې خبريالانو ټولنې په ځانګړي توګه د ټاکنو پر وخت د خبريالانو په کار کې د ډېرې مداخلې رپوټونه ثبت کړي دي. په دې ترڅ کې د رسنيو د کارکوونکو د ښکنځلو او د هغوی پر وړاندې له زور زياتی څخه نيولې د هغوی تر بندي کولوو پورې پېښې شاملې دي.

د دې ټولنې مشر انيا اوسترهاوس، د يوه «بوږنونکي پرمختګ» څخه خبره کړې ده.

د نوموړې په خبره په ځانګړي ډول دا چې «۲۰۲۴م کال د ټاکنو کال دی»، دا څه ډېر د اندیښنې وړ دي. د نړۍ کابو نيمايي نفوس په روان ميلادي کال کې په خپلو هېوادونو کې رایې اچونې ته رابلل کیږي.

آیا په افغانستان کې رسنۍ د بندیدو له ګواښ سره مخ دي؟

ناروې بیا په پرله پسې اتم ځل لومړی مقام خپل کړی دی. د سازمان په حواله د ناروې د دې مقام خپلولو علت پر نورو سربیره له سياست څخه د رسنيو په پراخه توګه خپلواکي، د معلوماتو د آزادۍ قانوني محافظت او همدا راز د ناروې د رسنيو دودیز پلورالیزم دی.

په دنمارک [دويمه مقام] او سويدن [دريم مقام] کې هم د خبريالانو د کار له پاره ښه شرايط د دې ښو مقامونو علتونه دي.

په آلمان کې هم د مطبوعاتو د آزادۍ وضعيت وده کړې او په نوي نوملړ کې یې لسم مقام خپل کړی دی. د سازمان په حواله یې پر نورو سربیره يو علت په تير کال کې پر رسنيو لږ فزيکي بريدونه دي.

خو زياته شوې چې د آلمان د وضعيت ښه کیدو يو علت دا هم دی چې په نورو هېوادونو کې هغه بدتر شوی دی.

پر ژورناليستانو بريدونه

د بې پولې خبريالانو ټولنې په ۲۰۲۳م کال په ټولیزه توګه پر خبريالانو ۴۱ تصديق شوي بريدونه ثبت کړي دي. په دې کې ۱۸ هغه بريدونه هم شامل دي چې د توطيې نظريې خپرونکو او يا ډېر ښه اړخو په مظاهرو کې ترسره شوي دي.

سازمان زياته کړې ده چې دا ډول زورزياتی له دې کبله هم د انديښنې وړ دی چې ښايي د دې شمير نور هم لوړ وي. تېر کال یې د معلوماتو په حواله ټولټال شمير ۱۰۳ او په ۲۰۲۱م کال کې ۸۰ وو.

د بې سرحده خبريالانو د ټولنې په حواله په ټولیزه توګه په آلمان کې د رسنیو ضد تمايل وده کړې ده. په ځانګړي توګه په انترنت کې خبريالان په پرله پسې توګه بدناميږي.

د حماس وسله والې ډلې او اسرائيل ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې په فلسطين پلوه مظاهرو کې پر رسنيو لفظي ګوزارونه ډېر تر سترګو کیږي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب