1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

څه ډول غوسه د زړه د حملې خطر زیاتوي؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

په نیویارک کي دکولمبیا پوهنتون د یوې پلټني له مخي، هغه کسان چي تل په غوسه کیږي، د ویني زیانمن سوي رگونه لري او کیدای سي د نورو په پرتله لا زیات، د زړه د حملې او یا هم مغزي سکتې له خطر سره مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/4fuZ0
عصبانیت رگ‌های خونی را منقبض می‌کند و می‌تواند احتمال ابتلا به بیماری قلبی را در درازمدت افزایش دهد
غوسه د وینی رگونه بندوي او د زړه د ناروغۍ سبب کیږيانځور: Peopleimages/Pond5/IMAGO

د آلمان د شپیگل مجلې د رپوټ له مخي، په دغه پلټنه کي چي په نیویارک کي د کولمبیا پوهنتون د طبي مرکز کارپوهانو کړې ده او د امریکا د زړه د انجمن په ژورنال کي خپره سوې ده، د ۲۸۰ مسنه خلکو چي سن يې تر ۷۴ کلنۍ کښته وه، په داسي حال کي چي عصباني، مضطرب او یا هم غمجن وه او یا یې هم خنثی احساسات درلودل، د وینو د رگونو فعالیتونه کنترول سول.

دغي ډلې هیڅ ډول پخوانۍ ناروغي، لکه د ویني لوړفشار، د کلسترول لوړه کچه او یا هم دیابت نه درلودل. ساینسپوهانو دا وموندل چي عصبانیت د دې سبب کیږي چي د ویني رگونه په دې ونه توانیږي چی ځان پراخ کړي او په لا آسانۍ سره وینه انتقال کړي. دغه ډول اغیزو د غوسې تر پای ته رسیدو وروسته لا تر ۴۰ دقیقو دوام درلود.

د اندوتیلیوم تحریک، د ویني د رگونو د داخلي پوښښ قشر اخلالوي. د «اندوتیلیوم تحریک» چي د نورو ترڅنگ د شریانونو نري کیدل او پراخول او د ویني د لخته کیدو جوړښت تنظیموي، د شریانونو د بندیدو (آترواسکلروز) د رامنځته کیدو له پاره لومړنی گام دی چي په خپل وار سره کیدای سي د زړه د حملې او مغزي سکتې سبب سي. 

ساینس پوهان هیله لري چې د غوسې، اضطراب او د اندوتیلیوم د اختلال تر منځ د اړیکو ارزول وکولای سي د زړه له مخ په زیاتیدونکي خطر سره مخامخو خلکو د یوې لویې برخې سره د اغیزمنو مداخلو په پیژندلو کې مرسته وکړي.

د درې بُعدي چاپ په مرسته د زړه د بای پاس عملیات

GP/NZ/DW. Farsi